د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد زاهد احمدزي د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې (UNHCR) مشرعرفات جمال او د ګډوالو نړیوال سازمان(IOM) مشرې مییا پارک سره په لیدنه کې ویلي، چې د دواړو ادارو ترمنځ ګڼ کاري مشترکات شتون لري.
نوموړي ټینګار کړی، چې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د باثباته مېشتېدو، د ژوند اسانتیاوو برابرولو او کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه همغږۍ او تدابیرو نیولو ته اړتیا ده.
مولوي احمدزي زاهد ویلي، چې یاد هدف ته د رسېدو لپاره پراخو منابعو، ګډو هلو ځلو او ژور پلان ته اړتیا ده، څو دغه هېوادوال له بېرته راتګ وروسته له نویو ستونزو سره مخ نشي.
نوموړي زیاته کړې، بیکاري د افغان ولس او اسلامي امارت لپاره ننګونه ده، چې د راټیټولو په موخه یې بېشمېره هلې ځلې کوو، چې د کار ملي کانفرانس بریالي دایرېدل، د هغه د ژمنو تعقیبول، په تورخم، سپینبولدک، اسلامقلعه او انګور هډې په ځمکنیو بندرونو کې د راستنېدونکو افغانانو د ثبت او راجسټر کمیټې منځته راتلل یې غوره بیلګې دي، چې له نیکمرغه تر اوسه یې تر یو ۱۰۰زره شاوخوا راستنېدونکو افغانانو مهارتونه، تجربې، مسلک، تعلیم او تحصیل ثبت کړي، ترڅو د کارموندنې په برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.
ښاغلي احمدزي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) لهخوا د سرحدونو د کنټرول کمېټې لهخوا خپاره شوي تازه راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې اړینه ده د راپور شمېرې، سرچینې او د معلوماتو راټولو میکانیزمونه مشخص شي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا ډول راپورونه باید د خپرېدو ترمخه د اسلامي امارت د اړوندو ادارو له رسمي ارقامو او معلوماتو سره پرتله شي، څو د معلوماتو دقیقه همغږي تامین شي او راپورونه له واقعیت سره سمون ولري.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ګډوالو چارو ادارې UNHCR مشر عرفات جمال ویلي، راستنېدونکو هېوادوالو ته په سرحدونو او پولو کې د افغانستان اسلامي امارت هڅې د ستایلو وړ دي او له هغوی سره مسلکي او سخاوتمندانه چلند کیږي، اسلامي امارت، نړیوال سازمانونه او ملي سوداګر، خپلو اړتیاوو او امکاناتو ته په کتو سره له راستنېدونکو هېوادوالو سره د ترانسپورت، بیااستوګنې او د ژوند نورو امکاناتو په برابرولو کې مرستې کوي.
ښاغلي عرفات جمال ژمنه کړې، چې په راتلونکې کې به د ارقامو په راټولو کې له امارتي ادارو سره په پوره همکارۍ او همغږۍ هلې ځلې کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ګډوالو نړیوال سازمان (IOM) مشرې مییا پارک په خپلو خبرو کې له راستنېدونکو افغانانو سره د امارتي ادارو او نړیوالو سازمانونو ګډې هلې ځلې ستایلې او هغه یې اغیزناکې بللې دي.
نوموړې زیاته کړې، اوسمهال ډېری راستنېدونکي افغان کورنۍ دي، چې ډيرې پاملرنې او لاسنیوي ته اړتیا لري.
په پای کې مولوي محمد زاهد احمدزي ویلي: چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان له مخې د کارموندنې کمېټه رامنځته شوې، چې مشري یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرغاړه لري، موږ مسلکي او مهارت لرونکي هېوادوال د معلوماتي ذخیرې په سیستم کې ثبتوو او اړونده ادارو ته یې معرفي کوو، ترڅو غیرماهر راستنیدونکي هېوادوالو ته په ټولو ولایتونو کې د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شي، ترڅو وکولی شو د بېکارۍ کچه تر ډېره بریده راښکته کړو.

