ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرېکټ ۲۰۲۳ نړیوال جام افغانستان ته راوړل شو

د کرېکټ ۲۰۲۳ نړیوال جام ټرافي نن سهار له متحده عربي اماراتو وروسته افغانستان ته راوړل شوه.

دا جام پرون عربي اماراتو کې د کرېکټ مسولینو ته سپارل شوی او نن کابل کې د VIP پروتوکول په بدرګه کرېکټ بورډ ته په واک کې ورکړل شو.

یاد جام به دوې ورځې افغانستان کې وي او بېلا بېلو تاریخي او لرغونو سیمو ته به یووړل شي.

مخکې له دې چې نړیوال جام پیل شي، د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري دغه کپ د کرېکټ د ودې او پرمختګ لپاره مختلفو هېوادونو ته وړل کېږي.

له نېکه مرغه چې سهار تاریخي افغانستان ته را ورسېد.

دا دویم ځل دی، چې د کرېکټ نړیوال جام افغانستان ته راوړل کېږي.

له دې وړاندې د ۲۰۱۴ زېږدیز کال د سپټمبر په ۱۳مه هېواد ته راوړل شوی و.

په پام کې ده چې د نړیوال جام ۴۸ لوبې به د هند د بېلا بېلو ښارونو په ۱۲ مشهورو لوبغالو کې تر سره شي.

د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د اعلان شوي مهال‌ویش پر اساس د نړیوال جام لوبې د اکټوبر پر پینځمه د هند په احمد اباد لوبغالي کې د انګلنډ او نیوزلینډ لوبډلو تر منځ پیلېږي، چې د نومبر میاشتې تر ۱۹مې به دوام وکړي.

د اعلان شوې مهالوېش له مخې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۷مه له بنګله‌دیش سره ترسره کړي.