د حماس اسلامي غورځنګ ویلي، د موقتي اوربند هغه طرحه ارزوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له لوري وړاندې شوې ده. یاد غورځنګ پر داسې هوکړه ټینګار کړی، چې په غزه کې اسرائیلي جګړه پای ته ورسوي.
حماس تېره ورځ (چهارشنبه) په یوه بیان کې ټینګار کړی، چې د اوربند په هر ډول تړون کې باید د غزې له تړانګې د صهیونیستي رژیم د عسکرو وتل، د جګړې پای او سیمې ته د بشري مرستو لېږد شامل وي.
ټرمپ پرون سېشنبه اعلان کړی، چې په غزه کې یې د ۶۰ ورځني اوربند طرحه وړاندې کړې ده.
نوموړي پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، د جوړجاړي په ترڅ کې به له ټولو لوریو سره شریک کار وکړو، تر څو جګړه پای ته ورسېږي.
په غزه کې د اوربند د طرحې له وړاندیز سره-سره اسرائیلي یرغلګرو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او د دې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې یې فلسطینیان په نښه کړي دي.
روغتیايي سرچینې وايي، چې یوازې پرون چهارشنبه د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۷۸ فلسطینیان شهیدان شوي.
په شهیدانو کې د اندونیزیايي روغتون مشر ډاکټر مروان السلطان، مېرمن او ماشومان یې هم شامل دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې له پیله تر دې مهاله د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۶ زره او ۶۴۷ فلسطینیان شهیدان او ۱۳۴ زره او ۱۰۵ نور ټپیان شوي دي.
د صهیونیستي یرغلګرو جګړې غزه له خاورو سره برابره کړې او زیاته برخه یې ویجاړه شوې ده. د غزې د ۲.۳ میلیونه نفوس ۹۰ سلنه فلسطینیان څو-څو ځله بېځایه شوي. دې جګړې په غزه کې بشري ناورین رامنځته کړی او سلګونه زره فلسطینیان له سختې لوږې او قحطۍ سره لاس او ګرېوان دي.

