د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۱/۶ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۴/۱۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۲۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۶۳۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۹۱ تنه و، ننګرهار، کونړ او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۴۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴۴ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۱۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۶۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۰۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۵۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۳۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۶ تنه و، کندهار، هرات، هلمند، روزګان، هلمند، پکتیکا او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۲۸۹ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۱ کورنیو سره ټولې۸۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۵۷۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۷۹ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۵۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې یو زر او ۱۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶۵۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۵۵۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه ۲۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۶ تنه و، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۱۷۸ زره افغانۍ کرایه ورکول شوې ده
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۱۱۱ کورنیو سره ټولې نهه میلیونه او ۳۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې درې زره او ۹۰ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته یو زر او ۱۳۰ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې درې زره او ۸۵۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۸ زره او ۴۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درې زرو او ۴۳۱ کورنیو سره ټولې۲۸ میلیونه او ۶۰۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۱۶۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۶۰ تنه و، بغلان، کندوز، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۷۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: پینځه زره او ۲۰۸ کورنۍ او ۲۰۶ زره او ۹۳ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۳۴۵ کورنۍ او یو زر او ۷۹۳ وګړي
مرسته شوي کډوال: څلور زره او ۷۸۷ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر او ۵۵۳ عدده

