د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د صنعتي ښارګوټي پینځم فاز د پرانیستې او د څلورم فاز د ځمکو د مالکیت اسنادو د وېش په مراسمو او د هرات پوهنتون د انجنیري پوهنځي نندارتون کې ګډون او وینا کړې.
یاد مراسم چې د هرات ولایت د صنایعو او کانونو خونې په نوښت جوړ شوي و، د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار، یو شمېر امارتي مسوولینو، د هرات سوداګرو او پانګوالو هم په کې ګډون درلود.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت د ټولو سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو ملاتړ کړی او اړینې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي، چې د سوداګرو او پانګوالو پر فعالیتونو د مالیو معافیت او کمول د دې ملاتړ بېلګې دي.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت رهبري په راتلونکي کې هم سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو هڅې کوي، ترڅو دوی په ارام فکر په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او یو له دې اقداماتو څخه د ادارو برېښنایي کول دي، چې د اسلامي امارت له لوري پیل شوي دي.
ښاغلي حنفي ویلي، چې د دې پروسې له بشپړولو سره به په ټولو ادارو کې بروکراسي له منځه لاړه شي او د ټولو لپاره به ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال سوداګرو او صنعتکارانو ته په خطاب کې ویلي، کوښښ وکړئ چې د داخلي محصولاتو کیفیت لوړ کړئ، ترڅو په داخلي توکو د خلکو باور زیات شي.
نوموړي د باکیفیته توکو پر واردولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، هر هغه څوک چې بې کیفیته توکي تولید او وارد کړي ، د قوانینو مطابق به مجازات شي.
مولوی عبدالسلام حنفي له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدو ته په اشارې له ټولو ملي سوداګرو او هغو کسانو څخه چې مالي توان لري، غوښتي چې د خپل وس مطابق له راستنو شویو هېوادوالو سره مرسته وکړي.
همدارنګه د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هرات پوهنتون د انجنیري پوهنځي په نندارتون کې هم وینا کړې او د یاد پوهنځي د محصلینو نوښت یې ستایلی دی.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، دا ډول نندارتونونه د محصلینو د علمي وړتیاوو او تولیداتو د وړاندې کولو ښې لارې دي، چې دوی د خپلو زحمتونو حاصل وویني او وهڅول شي.

