د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ایکو سازمان په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له لومړي وزیر علي اسدوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراختیا په موخه په باکو کې د افغانستان سفارت د ډیپلوماتیک حضور د لوړولو او د اذربایجان له لوري په رسمي ډول د اسلامي امارت د سفیر منلو غوښتنه کړې ده.
نوموړي د لاجوردو دهلېز د فعال ساتلو او د سیمهییز اتصال پر اهمیت ټینګار کړی او له اذربایجانه یې غوښتي، چې پر نفت، ګاز، لمریزې او بادي برېښنا، کرنې، اوبو مدیریت، ماین پاکۍ او مسلکي زده کړو کې پانګونه وکړي او خپلې تجربې له افغانانو سره شریکې کړي.
ښاغلي برادر اخوند ویلي، اسلامي امارت د خپلې اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې په سیمهییز اتصال باور لري او د لاجوردو دهلېز د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې زیاتېدو لپاره خورا مهم بولي.
د اذربایجان لومړي وزیر ښاغلي علي اسدوف د افغانستان له اقتصادي مرستیال سره د لیدنې پر مهال څرګنده کړې، چې افغانستان یو لرغونی هېواد دی، کلتور او اوږد تاریخ لري.
نوموړي زیاته کړې، افغانان او د اذربایجان ملتونه دیني، مذهبي، تاریخي او فرهنګي نږدېوالی لري او د اذري ولس لهخوا افغانانو ته د درناوي دغه حس د قدر وړ دی.ښاغلي اسدوف ویلي: «تاسو هم زموږ په څېر د خپلواکۍ لپاره سختې ستونزې وزغملې، چې پایله یې نن یو خپلواک او باعزته هېواد لرئ .»
د اذربایجان لومړي وزیر زیاته کړې، هېواد یې لېواله دی، چې له افغانستان سره د ایکو سازمان او د دوهاړخیزو او درېاړخیزو همکاریو له لارې، په بېلابېلو برخو کې پراخې اړیکې ولري.
علي اسدوف ویلي: «موږ تل له افغانستان سره د همکارۍ هڅې کړې دي او په دې برخه کې خپلو اقداماتو ته دوام ورکوو. د افغانستان چټک اقتصادي پرمختګ د خوښۍ ځای دی او موږ چمتو یوو چې په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکارۍ په برخو کې ګډ کار ته دوام ورکړو.»
نوموړي زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره دې ګډ اقتصادي کمېسیون بیا فعال کړل شي او همداراز د لاجوردو لار زموږ له لومړیتوبونو څخه ده په دې اړه د ښکېلو هېوادونو د ترانسپورټ وزیرانو په کچه د ترسره شوې ناستې د پرېکړو تطبیق ته ژمن یوو.
ښاغلي اسدوف یادونه کړې چې د افغانستان، اذربایجان او اوزبیکستان ترمنځ درې اړخیز کاري ګروپ هم فعال شوی، چې لومړۍ ناسته یې په کابل کې ترسره شوې او بله ناسته به ژر په اوزبیکستان کې ترسره شي، هیله ده هلته به لا زیات مشترک مسایل مطرح شي.
د اذربایجان لومړي وزیر د کانونو د اکتشاف او استخراج، د نوي کېدونکې انرژۍ، د اوبو مدیریت، کرنې میکانیزه کولو، او د اورګاډي پټلۍ په برخو کې له افغانستان سره د تجربو شریکولو، پانګونې او همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړی دی.
همدارنګه، نوموړي د ډبرو سکرو د ترانزیټ لپاره د اذربایجان له لارې ترکیې ته د لېږد ملاتړ اعلان کړی دی.
ښاغلي علي اسدوف د افغان سوداګرو لپاره د ویزو اسانتیاوو، د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو، د ظرفیت لوړونې برنامو او په اذربایجان کې د بندي افغانانو د دوسیو د حل په برخه کې هم د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په پای کې دواړو لوریو دا لیدنه د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت یاد کړی او په ذکر شویو برخو کې یې د عملي هڅو پر پيل او دوام ټینګار کړی دی.

