د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د کابل پوهنتون د ممتازو محصلینو د ستاینې غوڼدې په مراسمو کې ګډون کړی.
شیخ نداء محمد ندیم دا ډول غونډې د علمي پرمختګ د لړۍ یوه برخه ګڼلې او محصلینو ته یې ویلي: «قدرمنو ځوانانو! په دنیاوي او اخروي چارو کې بریا په زحمتونو او هڅو تر لاسه کېږي، نو په علمي ډګر کې د بریا لپاره باید دوامداره هڅې وشي او ستونزې په حوصله وزغمل شي. »
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت موخه او هڅه دا دي، چې د هېواد ځوانان هم په دیني او هم په عصري علومو کې وړتیا پیدا کړي او ټولنې ته یې خیر ورسېږي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د خدمتونو او همغږۍ رییس استاد کلیمالله محمدي او د کابل پوهنتون رییس دوکتور اسامه عزیز هم وینا کړې او محصلین یې لا زیاتې هڅې او علمي مبارزې ته هڅولي دي.
د غونډې په پای کې شاوخوا ۷۵ تنه ممتاز محصلین، چې د پوهنتون، پوهنځیو او څانګو په کچه یې لوړې زده کړې او ښه وړتیا ښودلې وه، په بېلا بېلو ډالیو ستایل شوي دي.

