ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور؛ د غزې په نسل وژنه کې یو شمېر نړیوال شرکتونه هم ښکېل دي

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسیسکا البانیز په یوه تازه راپور کې هغه شرکتونه روښانه کړي، چې له اسرائیلي یرغلګرو سره په غزه کې د فلسطینیانو په نسل‌وژنه او بې‌ځایه کولو کې، چې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده، مرسته کوي.

د فرانسیسکا البانیز په وروستي راپور کې، چې سبا پنجشنبه به د جنوا په کنفرانس کې خپور شي، د امریکا د ټکنالوژۍ د لویو شرکتونو مایکروسافټ، الفابیټ (د ګوګل اصلي شرکت) او امازون په شمول له چین څخه تر مکسیکو پورې د ۴۸ سترو نړیوالو شرکتونو نومونه یاد شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې اسرائیل د دایمي اشغالګر په توګه د ټکنالوژۍ او وسلو جوړوونکو لویو شرکتونو لپاره د ازموینې مثالي ځای ګرځېدلی، ځکه چې د وسایلو غوښتنه او عرضه ډېره ده، څارنه او نظارت کم دي او هېڅ ډول مسولیت او حساب ورکول نشته، حال دا چې پانګوال او خصوصي او دولتي شرکتونه له دې وضعیت څخه په ازاد ډول ګټه پورته کوي.

په یاد راپور کې راغلي، چې موندنې یې ښيي، “ولې د اسرائیلو نسل وژنه دوام لري؟””ځکه چې د ډېرو لپاره ګټوره ده.”