له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ د لوګر ولایت سېلابځپلو سیمو ته سفر کړی، ترڅو د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو خلکو وضعیت له نږدې وارزوي او د بیړنیو مرستو د رسولو لپاره اړینې کړنې ترسره کړي.
ملا نورالدین ترابي د لوګر ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ رییس قاري نورالله محمود او ځایي مسؤلینو سره یو ځای، د یاد ولایت د مرکز اړوند هارونخېلو او سرفي سېلابځپلو کلیو څخه لیدنه کړې ده.
نوموړي د سیمې له اوسېدونکو سره په لیدنه کې د هغوی د ستونزو، اړتیاوو او وړاندیزونو اورېدو ترڅنګ خپله غمشریکي څرګنده کړې او ولایتي مسولینونو ته یې سپارښتنه کړې، چې زیانمنو خلکو ته دې ژر تر ژره رسېدنه وشي.
په پای کې ملا نورالدین ترابي ویلي، چې له طبیعي پېښو زیانمنو شویو کسانو سره مرسته، د خطرونو موثر مدیریت او د زیانونو د مخنیوي لپاره د سرچینو برابرول د دې ادارې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
ورته مهال، له پېښو سره د مبارزی امادګۍ ملي ادارې رییس په لوګر ولایت کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت یوه بېړنۍ وقایوي پروژه هم منظوره کړې ده.

