ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سیاسي چارو شنونکي: په دوحه کې ناسته به د نشه‌یي توکو د بدیل کښت او خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره اغېزمنه وي

کابل کې د یوناما دفتر ویلي، چې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب او د افغانستان او بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پر څرنګوالي او د خصوصي سکټور پر ملاتړ د کاري ډلو غونډه په دوحه کې روانه ده.

د یوناما په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ملاتړ او نشه‌يي توکو پر ضد د شویو فعالیتونو د ارزونې تر څنګ د راتلونکو همکاریو لپاره لومړیتوبونه وټاکل شي.

یوناما زیاته کړې: “په دې ناسته کې د نشه‌يي توکو پر ضد د شویو فعالیتونو ارزونه شوې او د راتلونکو همکاریو لپاره به لومړیتوبونه وټاکل شي. د غړو هېوادونو استازي، نړیوالې ادارې، د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو سازمان استازي په دې غونډه کې ګډون لري.”

په دوحه کې دا غونډه د افغانستان لپاره مهمه بلل کېږي. سیاسي شنونکي په دې باور دي، چې دا ناسته به په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د بدیل کښت او خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره اغېزمنه وي.

له بل لوري د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د دې غونډې په څنډه کې د افغانستان په چارو کې د چین او روسیې له ځانګړو استازو سره کتلي.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان په تړاو د سیمه‌‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت یوه تخنيکي پلاوي هم په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

په دې پلاوي کې د بهرنيو چارو، کورنيو چارو، عامې روغتیا، کرنې او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، ماليې او اقتصاد وزارتونو او د افغانستان بانک استازي شامل دي.