ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سره صلیب نړیوال فدراسیون د اسیا پاسيفيک حوزې مشر له مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې

د سره صلیب نړیوال فدراسیون د ا سیا پاسیفیک حوزې مشر الکساندر متیو د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنو له لوري د وړاندې شویو خدماتو ستاینه کړې او د اړمنو هېوادوالو سره د موثرو همکاریو پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

ښاغلي متقي د سرې میاشتې نړیوالې ټولنې په ګډون له ټولو نړیوالو خیریه بنسټونو غوښتي، چې د افغان اړمنو وګړو لاسنیوی وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر زیات شوی، نو اړینه ده چې دوی ته د سرپناه، پاکو اوبو، صحي خدماتو او اقتصادي بوختیا په برخه کې موثر اقدامات وشي.

ښاغلي متقي غوښتنه کړې، چې د سوري زړه ناروغیو لرونکو ماشومانو د درملنې لپاره دې په هېواد کې دننه یو معیاري او مجهز روغتون جوړ شي.

بل لور ته  ښاغلي الکساندر متیو ویلي، دا مهال په افغانستان کې له شاوخوا ۳۰۰ کلینیکونو او روغتونونو سره د مرستو لړۍ روانه ده او ژمنه یې کړې چې دا مرستې به لا پراخې شي.

نوموړي د افغان حکومت له هغې همکارۍ هم مننه کړې، چې د خدماتو په عادلانه وړاندې کولو کې یې له سره صلیب سره کړې ده.

ښاغلي متیو زیاته کړې، چې د سوري زړه ناروغانو د درملنې او د بې‌وزلو افغانانو د لاسنیوي لپاره به خپلې هڅې چټکې کړي او د بشري مرستو لړۍ ته به دوام ورکړي.

د لیدنې په پای کې، دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر دوام، د بشري مرستو پر پراختیا او د افغانستان د صحي مرکزونو د تمویل او تجهیز په اړه هر اړخیز بحث کړی او د لا پراخو همکاریو ډاډ یې څرګند کړی دی.