په روزګان کې د ۱۶۵.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د چنارتو ولسوالۍ شفلوغ بند رغنیزې چارې د اوبو او انرژۍ د وزیر ملا عبداللطیف منصور او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
د اوبو او انرژي وزیر د دې پروژې په پرانیست غونډه کې ویلي، چې د شفلوغ بند جوړولو څخه موخه د اوبو مدیریت، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پياوړتیا او د موسمي سیلابونو کنټرول دی.
نوموړي په هېواد کې اسلامي نظام یو ستر الهي نعمت بللی او ټینګار یې کړی، چې دا نظام په ډېرو لږو امکاناتو سره په هېواد کې امنیت، روڼتیا، قومي یووالی او اقتصادي پراختیا راوړې ده.
د ښاغلي منصور په وینا، د اوبو او انرژي وزارت په پام کې لري، چې په روزګان کې د لمریزې برېښنا پروژې هم پلې کړي او په راتلونکي کې به یې شته امکاناتو ته په کتو سره د ترسره کولو لپاره اړین اقدامات وشي.
د یادونې وړ ده، چې شفلوغ بند د ۲۳ متره په لوړوالي او ۱۵۵ متره په پلنوالي سره د ۸ سوه، ۵۴ زره او ۱۰۶ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او ۲۵۹ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي.

