ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس د سره صلیب نړیوال فدراسیون له سیمه‌ییز مشر او مل پلاوي سره وکتل

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د سره صلیب نړیوال فدراسیون (IFRC) له سیمه‌ییز مشر الکساندر او د افغانستان لپاره د IFRC له مسول ښاغلي سمیع سره وکتل.

په پیل کې مولوي مطیع‌الحق خالص الکساندر او مل پلاوي ته ښه راغلاست او هرکلی ویلی او د افغانستان د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په تړاو یې بحث او خبري ورسره کړې دي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره مخ دی. په وروستیو کلونو وچکالیو، بې وخته سیلابونو او د طبیعي پېښو زیاتوالي زموږ ټولنه له جدي ګواښونو سره مخ کړې دي. د دغو ستونزو پر وړاندې مبارزه یوازې د ملي هڅو له لارې نه، بلکې د نړیوالو همکارو ادارو په مټ ممکنه ده.

دغه‌راز موږ د IFRC په څېر بنسټونو ته اړتیا لرو، ترڅو د ظرفیت لوړونې، علمي تبادلې او تلپاتې ابتکاري پروژو له لارې له افغان حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړي.

ښاغلي خالص زیاته کړې، چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره چمتو ده، له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره ګډې تخنیکي طرحې او پلانونه شریک کړي، ترڅو په پلي کېدو سره يې اړین اقدامات وشي.

د سره صلیب نړیوال فدراسیون سیمه‌ییز مشر الکساندر د افغانستان له خلکو او مسولو ادارو سره د مرستې ژمنه تازه کړې او ویلي یې دي، موږ د افغانستان د اقلیمي بدلون له ننګونو څخه خبر یو او دا خپل مسولیت ګڼو، چې د طبیعي ناورینونو د خطرونو کمښت، د ټولنیزو زیربناوو د پیاوړتیا او د خلکو د چمتووالي لپاره له اړونده ادارو سره کار وکړو.

نوموړي زیاته کړې، چې نړیوال فدراسیون به هڅه وکړي، تر څو د افغانستان له اقلیمي بدلون او بشري اړتیاوو سره سم د ملاتړ نوې لارې چارې رامنځته کړي او اقلیم محوره پروژې پیاوړې کړي.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د طبیعي پېښو د خطرونو ارزونه او مخنیوی، د محلي ټولنو د چمتووالي د کچې لوړول، د عامه پوهاوي پراختیا، د دوامداره پرمختګ لپاره د ګډو پلانونو ترتیب او د تخنیکي ټیمونو تر منځ د همغږۍ سیستم پر جوړولو مفصل بحث کړی او پرېکړه یې کړې، چې د نږدې همکاریو، پلانونو شریکولو او پر وخت همغږۍ له لارې به یادو موخو ته د رسېدو لپاره عملي ګامونه اخلي.