د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ، دوشنبه د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمری میاشتې په ۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
غونډې ته له اجنډا سره سم د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د مالیې وزارت پر ځمکه د پنیځه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه، چې له هراړخیز بحث وروسته د تایید وړ وبلل شوه.
همدارنګه دې غونډې ته په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د ښاروالیو پر ځمکو د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې هم د بحث لپاره وړاندې شوې.
له بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو د یادو طرحو تخنیکي او مالي اړخونه و ارزوي او راپور یې په ټاکلي وخت د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

