اسرائیلي یرغلګرو پرون (دوشنبه، د چنګاښ ۹مه) پر ښوونځي، قهوه پلورنځي او د بشري مرستو د وېش پر مرکزونو بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۹۵ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۶۲ یوازې د غزې په ښار او شمال کې شهیدان دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، یوازې د غزې په شمال کې پر قهوه پلورنځي د برید له امله د ښځو، ماشومانو او یوه خبریال په شمول ۳۹ فلسطینیان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي. په دې قهوه پلورنځي له مخکیني خبرداري پرته برید شوی.
اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې خپلو وحشتونو ته دوام ورکړی، چې هره ورځ یې په بریدونو کې لسګونه فلسطینیان شهید او ټپيان کېږي. د تېرې یکشنبې تر ورځې په ۲۴ ساعتونو کې هم ۷۲ فلسطینیان شهیدان شوي وو.
د روغتیايي سرچینو په خبره، صهیونیستي یرغلګرو د تېرې شنبې له سهار راهیسې په غزه کې بمبارۍ زیاتې کړې او ګڼ کورونه یې ویجاړ کړي دي.
سربېره پر دې د غزې د شمالي سیمو اوسېدونکو ته د ژر تر ژره وتلو او خپلو سیمو د پرېښودلو امر شوی. اسرائیلي عسکرو د غزې ښار او جبالیا سیمو اوسېدونکو ته امر کړی، تر څو د پوځي عملیاتو له پیل وړاندې سیمه پرېږدي او د سویل پر لور المواصي ته کډوال شي.

