ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له مکې مکرمې څخه هېواد ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر بشپړ شو

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې د ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج فریضې له ادا کولو وروسته د افغان حاجیانو وروستۍ الوتنه پرون دوشنبه له مکې مکرمې څخه د جدې ښار د ملک عبدالعزیز نړیوال هوايي ډګر له لارې، د کابل نړیوال هوايي ډګر او مولانا جلال‌الدین محمد بلخي هوایي ډګر پر لور ترسره شوه.

یاد وزارت زیاتوي، چې سږ کال د هېواد له څلورو پروازي زونونو څخه ټول ۳۰ زره افغان حاجیان د ۹۷ الوتنو په ترڅ کې حرمینو شریفینو ته انتقال شوي وو، چې له دې جملې څخه ۱۵ زره تنه یې په لومړنیو الوتنو کې مدینې منورې ته او پاتې نور ۱۵ زره تنه يې د جدې هوایي ‌ډګر له لارې مکې مکرمې ته لېږدول شوي دي.

همدارنګه د حج مناسکو تر بشپړېدو وروسته هغه حاجیان چې د جدې له لارې مکې مکرمې ته تللي وو، مدینې منورې ته لېږدول شوي او هغوی چې لومړی مدینې ته تللي وو، بېرته د مکې مکرمې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال له مکې مکرمې څخه هېواد ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر بشپړ شوی، خو له مدینې منورې څخه د افغان حاجیانو د راستنیدو لړۍ لا هم په منظم ډول دوام لري.