ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي اذربایجان ته سفر وکړ

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ لوړپوړي امارتي پلاوي د ایکو (اقتصادي همکارۍ سازمان) په ۱۷مه سرمشریزه کې د ګډون په موخه اذربایجان ته سفر وکړ.

اقتصادي معاونیت وايي، چې دغه پلاوی به د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په عمومي غونډه کې د ګډون او وینا ترڅنګ د اذربایجان هېواد له یو شمېر چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې وکړي.

د ایکو ۱۷مه سرمشریزه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو چارواکو په شتون کې د جولای میاشتې په درېیمه او څلورمه نېټه د اذربایجان هېواد په کوربه‌توب ترسره کېږي.