د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د نیمروز ولایت په ورېښمو پل بندر کې له ایران څخه د راستنېدونکو هېوادوالو د بېرته راتګ بهیر څخه له نږدې لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد، د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ګومارل شویو پلاویو مسولینو ګډون درلود.
ښاغلي حنفي د راستنېدونکو کډوالو وضعیت له نږدې څارلی او د اړوندو پلاویو مسوولینو ته یې اړینې لارښوونې کړي، چې ژر تر ژره د راستنېدونکو کډوالو چارو ته رسېدنه وکړي.
نوموړي د روغتیایي خدماتو، د کډوالو د ثبت، تثبیت او موقتې استوګنې، اصلي ولایتونو ته د هغوی د لېږد، د مالي چارو د تنظیم او کډوالو ته د نورو خدماتو برابرولو په برخه کې د مسولینو هڅې ستایلي دي.
اداري مرستیال همداراز د راستنو شویو هېوادوالو ستونزې اورېدلي او اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړې، چې د هغوی لومړنیو اړتیاوو ته ژر رسېدنه وکړي.
په پای کې ښاغلي حنفي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو کډوالو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی او هڅه کوي، چې دوی ته منظم او اغېزناک خدمات برابر کړي.

