ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د هرات له علمي، روغتیایي او تاریخي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او سیمه‌ییزو مسولینو په ملتیا د دې ولایت د علماوو شورا ریاست، د شهید مولانا مجیب الرحمن انصاري رحمه الله تعلیمي مرکزونو، د مرحوم مولوي جلیل الله مولوي زاده رحمه الله هرات دارالعلوم سعدیه مدرسې، هرات جامع جومات، یوه نړیوال روغتون او اختیارالدین تاریخي کلا څخه لیدنه وکړه.

مولوي عبدالسلام حنفي له یادو مرکزونو څخه د لیدنې ترڅنګ له اړوند مسولینو سره کتلي او د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړولو، د روغتیایي خدماتو د ښه والي، پراختیایي چارو او د تاریخي اثارو د ساتنې په اړه یې خبرې کړې دي.

ښاغلي حنفي د ځوان نسل په روزنه او د اسلامي ارزښتونو په پیاوړتیا کې د دیني او علمي بنسټونو او مرکزونو رول مهم بللی او له علمي مرکزونو او بنسټونو څخه یې د اسلامي امارت د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د روغتیا په برخه او د تاریخي ځایونو په ساتنه کې د شویو هڅو قدرداني کړې او د هېواد د تاریخي او فرهنګي اثارو پر ساتنه او مراقبت یې تینګار کړی دی.