د راپورونو له مخې، د ترکیې په ازمیر کې اورلګېدنه دویمې ورځې ته غځېدلې او د څلورو کلیو او دوو ګاونډیو سیمو اوسېدونکو ته د تخلیې امر شوی دی.
ځايي چارواکو ویلي، چې د اور د کنټرول هڅې روانې دي. چورلکې، د اور وژنې الوتکې او له زرو ډېر د اور وژنې کارکوونکي په سیمه کې د اور د کنټرول په چاره بوخت دي.
د ترکیې د ځنګلونو وزیر ابراهیم یوماکلي نن دوشنبه ویلي، چې اور تېره شپه د تېزو بادونو له امله له ۴۰ څخه تر ۵۰ کیلو متره په سرعت پراخه شوی دی.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، د ازمیر عدنان مینډریس هوايي ډګر د اورلګېدنې له امله تړل شوی دی.
د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د اور وژنې ډلې د چورلکو او تراکتورونو په وسیله په اور اوبه پاشي او له سوځېدلو ونو څخه لوګي خېژي.
دا اور پرون یکشنبه لګېدلی، چې د ۱۱۷ کیلو متره پر ساعت تېزو بادونو له امله په سرعت پراخه شوی او د اوسېدو سیمو ته رسېدلی دی.
په وروستیو کلونو کې د ترکیې په ساحلي سیمو کې د ګرم او وچ اوړي له امله ځنګلي اورونه لګېږي، چې ساینسپوهان د اقلیمي بدلون په سترګه ورته ګوري. تېر کال هم د ازمیر په همدې سیمه کې لوی ځنګلي اور لګېدلی و.

