د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله له لوري د پنجشېر ـ تخار نښلېدونکي سړک لپاره ۲۷۰ میلیونه افغانۍ بودیجه منظوره شوه.
د پنجشېر ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، چې دغه سړک ۲۸ کیلو مټره اوږدوالی او پینځه متره سور لري، چې چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به تخار، بدخشان، کندوز او نورې شمال شرقي سیمې په لنډه او ارزانه لاره له کابل سره ونښلول شي.
دغه پروژه د پنجشېر د ولایتي ادارې په غوښتنه منظوره شوې، چې په عملي کېدو سره به د سیمې د خلکو لپاره پراخې اقتصادي او ټولنیزې اسانتیاوې برابرې شي.
د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم ویلي، چې د یاد سړک جوړېدل نه یوازې د شمال ختیځو ولایتونو لکه بدخشان، تخار او کندوز له مرکز کابل سره فاصله لنډوي، بلکې د خلکو د تګ او راتګ، بازار موندنې، سوداګرۍ پراختیا او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره یو مهم بنسټ جوړوي.
د یادونې وړ ده، چې دا سړک نه یوازې یوه بنسټیزه پروژه ده، بلکې د متوازن سیمهییز پرمختګ، د ملي یووالي د پیاوړتیا او د شمال ختیځ د خلکو د هوساینې د زیاتوالي په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

