په غزه تړانګه کې د زیاتېدونکي بشري ناورین د دوام تر څنګ صهیونیستي یرغلګرو خپل ځمکني او هوايي بریدونه پراخ کړي، چې له امله یې هره ورځ لسګونه فلسطینیان شهید او ټپیان کېږي.
الجزیرې د روغتیايي سرچینو له قوله ویلي، چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله ۷۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د یادو قربانیانو له جملې ۴۷ هغه قحطۍ ځپلي فلسطینیان دي، چې د غزې په مرکز او شمال کې د مرستو اخیستلو په موخه راټول شوي وو.
سربېره پر دې اسرائیلي اشغالګرو د غزې ښار او جبالیا سیمو اوسېدونکو ته امر کړی، تر څو د پوځي عملیاتو له پیل وړاندې سیمه پرېږدي او د سویل پر لور المواصي ته کډوال شي.
اسرائیلي پوځ د غزې د بشپړ اشغال لپاره په بېلابېلو برخو کې ځمکني او هوايي بریدونه پراخ کړي او د دې تړانګې اوسېدونکي یې له جدي ناورین سره مخ کړي دي.

