د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ د کابل برېښنا ریاست او اړوند جنکشنونو مسوولینو سره د برېښنا پر منظم وېش د ټېنګار ناسته شوې.
د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د کابل برېښنا ریاست اړوند جنکشنونو ټولو مسوولینو سره ګډه ناسته کې د برېښنا د خدماتو برخه کې د نظم او بشپړ سمون راوستلو باندې ټېنګار کړی او د برېښنا عادلانه وېش په اړه یې ټولو ته اړیني سپارښتنې کړې دي.
ښاغلي ډاکټر عمر د څار ځانګړو کمېټو له لوري کابل کې د برېښنا په برخه کې ټولو پېرېدونکو ته د خدماتو وړاندې کولو بهیر څارنې او پلټنې یادونه کړې او ویلي یې دي، چې هر مسوول کس سره به د هر ډول ناغیړۍ موندلو صورت کې پرېکنده چلند کیږي.
د کابل برېښنا ریاست رییس او د ټولو جنکشنونو مسوولینو د افغانستان برېښنا شرکت له عمومي اجراییوي رییس څخه مننه کړې، چې له دوی سره د چارو سمون او پېرودونکو ته د اوړي په موسم کې د منظمو خدماتو وړاندې کولو په اړه ګډې ناستې کوي.
ټولو مسوولینو ژمنه کړې، چې د برېښنا وېش په برخه کې به نظم ته ځانګړې پاملرنه کوي او هم ټاکلو کمېټو سره به د بشپړې همغږۍ له مخې چارې پر مخ وړي.
د ناستې په پای کې ښاغلي عمر ولایتونو ته هم د خدماتو ارزونې او څارنې یادونه کړې، تر څو پېرېدونکو ته د برېښنا وېش منظم شي.

