ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مهاجر فراهي: رسنۍ دې ملي ګټې او د اسلامي نظام پالیسي په پام کې ونیسي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي په مشرۍ د رسنیو له مسولینو او خبریالانو سره د همغږۍ ناسته شوې.

 اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، په دې ناسته کې له رسنیو سره د همغږۍ او همکارۍ، د خپرونو د معیاري کولو او د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

ښاغلي مهاجر فراهي ویلي، رسنۍ باید خپلو خپرونو کې ملي ګټې، ارزښتونه، دودونه او د اسلامي نظام پالیسي په پام کې ونیسي او معیاري خپرونې دې چمتو کړي، ترڅو ټولنې ته ترې مثبته ګټه ورسېږي.

 ورته مهال د رسنیو مسولینو اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.