ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مالیزیا ځانګړي استازي له مولوي امیرخان متقي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

د افغانستان لپاره د مالیزیا ځانګړي استازي داتو احمد اعظم او مل پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقی سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان او مالیزیا تر منځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو او د همکاريو پر پراختيا خبرې شوې دي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او مالیزیا ترمنځ شته ډیپلوماټیکې، دیني، کلتوري او اقتصادي اړېکې د لا پراخوالي په حال کي بللې او د تاریخ په اوږدو کې يې له افغانستان سره د مالیزیا د ښه نیت او همکاریو مننه کړې ده.

مولوي امير خان متقي ویلي، چې له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ پر پراخېدو دي او له ګاونډيو او سيمه‌ييزو هېوادونو سره مثبت تعاملات لري.

نوموړي زياته کړې، افغانستان لېواله دی چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخه کړي.

د مالیزیا د پلاوي غړو د دې هېواد او افغانستان تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د افغانستان وضعیت يې مخ پر وده تعبیر کړی دی.

دوی ویلي، چې د مالیزیا د لومړي وزیر ښاغلي انور ابراهیم په ځانګړې لارښوونه يې د افغانستان دا سفر تنظیم کړی او هیله يې څرګنده کړې، چې په راتلونکي کې په لوړه کچه سفرونو ته زمینه برابره شي.