ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا برادر اخوند د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو کنفرانس کې؛ اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو بشپړ ملاتړ کوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان سوداګریزې او اقتصادي اړیکې تر سرلیک لاندې کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره بهرنیو او کورنیو پانګوالو او سوداګرو ته هر ډول اسانتیاوې برابروي او بشپړ ملاتړ یې کوي.

ښاغلي ملا برادر اخوند زیاته کړې، چې د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، بېرته مخ په ښه کېدو دی.

دغه‌راز اداري فساد ختم شوی،د نشه‌یې توکو د کرکیلې اوقاچاق بشپړمخنیوی شوی او افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې باثباته شوې.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ویلي، چې ټول هېواد کې بشپړ امنیت، له طبیعي سرچینو بډایه هېواد، د پانګونې ملاتړی حکومت، ځوان، وړ او ارزانه کاري ځواک، د سیمه‌ییز اتصال له لارې نړیوالو بازارونو ته لاسرسی، د پانګونې لپاره پراخه چاپېریال او اسانه قوانین هغه موضوعات دي، چې افغانستان کې یې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.

د نوموړي په وینا؛ افغانستان کې نه یوازې افغانان، بلکې بهرنیان هم پانګونه کولای شي، چې ښه بېلګه یې د هرات د غوریانو اوسپنې په کان کې له افغان پانګوالو سره داسیایي او اروپایي هېوادونو د پانګوالو ګډه پانګونه ده

ملا عبدالغني برادر د یاد کنفرانس په جریان کې ویلي، چې د برېښنا، کانونو، زراعت، ترانسپورت، زېربناوو او ټېکنالوژي ترڅنګ په نورو سکټورونو کې پانګونه ددې هېواد اړتیا ده او اسلامي امارت د کورنیو پانګوالو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه برابره کړې ده.

ښاغلي برادر زیاته کړې، چې د صنعت لپاره تر یو اندازې د اړتیا وړ برېښنا برابره شوې او د لا وسعت لپاره یې د برېښنا د تولید په برخه کې هڅې روانې دي.

دغه راز افغانستان داوبو، باد اولمر څخه د برېښنا د تولید په برخه کې لوړ ظرفیت لري

د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت یوه بین الوزارتي کمېټه رامنځته کړې، تر څو افغانستان کې د پانګونې په موخه ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

د دې تر څنګ ښاغلي برادر ویلي؛ افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ لپاره مشورتي اقتصادي بورډ رامنځته کېدونکی دی، چې ټول غړي یې د اقتصاد د برخې متخصص کسان دي.

دغه راز د ملي اقتصادي ستراتیژي پر جوړولو هم عملاً کار روان دی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال یو ځل بیا له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتی، چې افغانستان کې دپانګونې په برخه کې له شته فرصتونو ګټه پورته کړي.

اسلامي امارت د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.