د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد له بيبيسي سره په مرکه کې ویلي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تل د خلکو په منځ کې را څرګند شوی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د کندهار په عیدګاه جومات کې د اختر د لمانځه پر مهال د شاوخوا ۳۰ زره کسانو په شتون کې حاضر و او دا په دې مانا ده، چې تل د خلکو په منځ کې راڅرګندېږي.
د اسلامي امارت ویاند د کډوالو په تړاو ویلي، چې امارتي ادارې په ځانګړي ډول د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ۱۲ ګونې کمېټې راستنېدونکو افغان کډوالو ته په خدماتو بوختې دي.
نوموړی زیاته کړې، چې د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو مو تل غوښتي، تر څو له افغان کډوالو سره له نرمۍ کار واخلي او خپل اختیار ته یې پرېږدي.
ښاغلي مجاهد د کډوالو لپاره د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکړی او ویلي یې دي: “غوښتنه مو دا ده، چې افغانان بېرته پخپل کور شي، ځکه چې هم پخپل کور ارام او عزت لري او هم هغه ستونزې حل کېږي، چې د دوی له شتونه چېرې استفاده وشي.”

