د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د ایران-اسرائیلو په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې شاوخوا ۸۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي.
د یاد وزارت مسولین ډاډ ورکوي، چې بېرته راستنېدونکو ته بشپړ چمتووالی نیول شوی او پر وخت رسېدنه ورته کېږي.
تازه د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي، چې له ۲۰۲۳ زېږدیز کال راهیسې ۳.۵ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي: “له ۲۰۲۳ زېږدیز کال راهیسې شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستانه شوي، چې د اړوند بنسټونو له لوري يي ملاتړ شوی. که چېرې نړیواله ټولنه له دوی سره د بیا مېشتېدنې په برخه کې مرسته وکړي، موږ ژمن یو چې بشپړ ملاتړ يي وکړو.”
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د روان لمریز کال له لومړۍ نېټې راهیسې ۷۲ زره او ۹۲ کورنۍ، چې د افرادو شمېر يي ۳۰۰ زره او ۱۸۸ کسان کېږي، له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته راستانه شوي دي.

