ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټرمپ: د واشنګټن او تهران اټومي مذاکرات راتلونکې اونۍ پیلېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هالنډ کې د ناټو سرمشریزې په څنډه کې اعلان کړی، چې د واشنګټن او تهران اټومي مذاکرات به راتلونکې اونۍ پيل شي. نوموړي د یوې هوکړې د امکان خبر هم ورکړی دی.

ټرمپ د دې مذاکراتو د ځای او ګډون کوونکو پلاویو په تړاو څه نه دي ویلي.

دغه راز ایراني چارواکو هم تر دې دمه د ټرمپ څرګندونو ته رسمي ځواب نه دی ورکړی.

ایران او امریکا د تهران د اټومي پروګرام په تړاو پینځه پړاو خبرې اترې کړې دي. د دواړو هېوادونو تر منځ شپږم پړاو خبرې پر ایران د اسرائیلي رژیم له بریدونو وروسته وځنډول شوې.

ټاکل شوې وه، چې د واشنګټن او تهران تر منځ د غیرې مستقیمو خبرو اترو شپږم پړاو د غبرګولي پر ۲۵مه د عمان په پلازمېنه مسقط کې وشي، خو ایران د اسرائیلو د بریدونو له امله لغوه کړ.