د راپورونو پر اساس سعودي عربستان او ایران له اووه کلونو وروسته تهران او ریاض کې خپل سفیران ټاکلي.
سعودي عربستان “عبدالله بن سعود عنزي” تهران کې د خپل نوي سفیر په توګه او ایران بیا علي رضا عنایتي ریاض کې د خپل نوي سفیر په توګه ټاکلي دي.
دې دواړو هېوادونو له اوو کلونو وروسته د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال مارچ په میاشت کې د چین په منځګړیتوب خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې بیا پیل کړې او موافقه یې وکړه، چې یو د بل په هېوادونو کې به خپل سفارتونه بیا پرانیزي.
کارپوهان د یادو هېوادونو د اړیکو ښه کېدل د سیمې او منځني ختیځ په ګټه بولي.

