ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

جاپان روان زېږدیز کال د افغانستان د کرنې په برخه کې د شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې پروژې پلې کوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، د کرنیزو محصولاتو بازارموندنې او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې کړې دي.

مولوي عطاءالله عمري د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په هېواد کې د اقلیم بدلون او وچکالۍ پر کرنه او مالدارۍ منفي اغېز کړی او موږ هڅه کوو، چې بزګرانو او مالدارانو ته غوره خدمات وړاندې کړو.

نوموړي زیاته کړې، چې ځینې مرستندویه موسسې او نادولتي ادارې پروژې سمې نه پلې کوي، ځکه چې د پروژو ډېره برخه بودیجه په اداري لګښتونو مصرفېږي او بزګرانو او خلکو ته ریښتینې مرسته ډېره کمه رسېږي.

ښاغلي عمري ټینګار کړی، چې که د جاپان مرستې د حکومت په همغږۍ وشي لا به اغېزناکې او شفافې وي.

د کرنې وزیر له جاپاني سفیر غوښتنه کړې، چې د افغانستان د باکیفیته محصولاتو لپاره نړیوال بازارونه برابر کړي او په بېلابېلو برخو کې د افغان بزګرانو ملاتړ وکړي.

د جاپان سفیر ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغان ولس او بزګرانو سره دوامداره مرستې وکړي او له نشه‌يي توکو سره مبارزه د جاپان او نړیوالې ټولنې له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

د نوموړي په وینا، جاپان په هلمند، کندهار او بدخشان ولایتونو کې د لسو میلیونه ډالرو په ارزښت د مثمرو نیالګیو وېش، د څارویو درملنه او د اصلاح شویو تخمونو پر وېش سربېره ګټورې پروژې پلې کړې دي. په روان زېږدیز کال کې هم د شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت نوې پروژې پلې کوي.

د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، له نشه‌یي توکو سره مبارزه، د معیشت بدیل په برخه کې د قطر د کنفرانس دایرېدل او له هغو بزګرانو سره مرسته، چې پخوا یې د کوکنارو کرکیله کوله د دې لیدنې له مهمو موخو څخه ښودل شوې دي.