ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر: اوس‌مهال په هېواد کې شاوخوا شپږ زره صنعتي کارخوني فعال دي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي کابل کې د نوې کېدونکې یا شنې انرژۍ په برخه کې د پانګونې لپاره په یوه سوداګریزه غونډه کې ویلي، چې اوس‌مهال هېواد کې شاوخوا شپږ زره صنعتي کارخونې فعالیت لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې کارخونو د تولید د دوام او پراختیا لپاره نږدې دوه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا ده.

د ښاغلي عزیزي په خبره، اسلامي امارت له نوې کېدونکو سرچینو څخه د برېښنا د تامین په صورت کې چمتو دی، چې دغه برېښنا په ټولو کارخونو کې وکاروي او له هغو ټولو پروګرامونو څخه پوره ملاتړ وکړي، چې په دې برخه کې ترسره کېږي.

دغه‌راز اسلامي امارت پلان لري، چې د هېواد صادرات درې میلیارده ډالرو ته لوړ کړي او ناخالص داخلي تولیدات ۲۵ میلیارده ډالرو ته ورسوي.

باید وویل شي، چې دا غونډه د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) له لوري جوړه شوې وه.