د الجزیرې د راپور له مخې، په غزه تړانګه کې له نن سهار راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
په شهیدانو کې ماشومان او ۸ هغه کسان هم شامل دي، چې د بشري مرستو د وېش مرکزونو ته راټول شوي وو.
اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې خپلو وحشي بریدونو ته دوام ورکړی، چې له امله یې هره ورځ لسګونه فلسطینیان شهیدان او ټپيان کېږي.
صهیونیستي عسکرو پرون سېشنبه هم ۸۶ فلسطینیان، چې ۵۶ یې د بشري مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي، شهیدان کړي وو.
اسرائیلي یرغلګرو پرلهپسې پر قحطۍ ځپلو فلسطینیانو، چې د مرستو د وېش مرکزونو ته راټولېږي، بریدونه کړي او د مې پر ۲۷مه د غزې د بشري بنسټ (جي اچ اف) له جوړېدو راهیسې یې له ۴۰۰ ډېر کسان شهیدان او زرګونه نور ټپیان کړي دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې ۵۶ زره او ۷۷ فلسطینیان شهیدان او ۱۳۱ زره او ۸۴۸ نور ټپيان شوي دي.

