افغان کرېکټ ملي لوبډلې اسیا جام ته د ورتګ په پار لومړۍ هڅه په ۲۰۰۴ م کال کې وکړه، خو بریالی نه شو.
افغانستان په قوي عظم او اراده خپلو سیالیو ته دوام ورکړ؛ هماغه وو، چې لس کاله وروسته یې په ۲۰۱۴ م کال کې په اسیا جام کې ځان ته ځای پیدا کړ.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په خپله ټوله لوبیزه دوره کې دا څلورم ځل دی، چې په اسیا جام کې خپل بخت ازمايي. لومړي ځل لپاره افغانستان په ۲۰۱۴ م کال کې اسیا جام کې ګډون وکړ. په دې پړاو کې ملي لوبډله دومره ښه ونه ځلېده، ځکه خو له اسیا جامه بهر شوه.
له دې نېټې را په دېخوا بیا تر ۲۰۱۶ م کال پورې ملي لوبډلې چندان لاسته راوړنې نه لرلې.
له پیاوړو اسیایي لوبډلو له کتاره راپرېوته او د ۲۰۱۶ م کال له اسیا جامه پاتې شوه.
دیارلسم پړاو اسیا جام ته نه ورتګ په افغان لوبډله کې د بري وینې په جوش راوستې او په قوي عزم اراده یې خپلې هڅې لا پیاوړې کړې.
له دوه کاله زحمت وروسته افغان لوبډلې یو ځل بیا ۲۰۱۸ م کال اسیايي اتلولیو ته ووته. دا ځل افغان لوبډله له نويو تاکتیکونو او چلونو سره ډګر ته ښکته شوه.
د ۲۰۱۸ م کال سیالیو کې افغانستان خپل لومړی سیال له ډګره بهر کړ او ۴ غوره لوبډلو په کتار کې ودرېد. له دې وروسته افغان لوبډلې د نړۍ په کچه خپل ځان په خلکو وپېژانده.
له ۲۰۱۸م کال وروسته افغانستان په روب او دبدبه کې شو. نور نو په هېڅ یوې لوبډلې بریک نه نیسي مخ پر وړاندې روانه ده. هره لوبډله چې یې پر وړاندې ډګر ته راښکته شي بې لېنګتې یې څملوي. همدا بې ساري بریاوې وې، چې افغان لوبډلې پرته له غوراوي سیالیو ۲۰۲۰ م کال اسیايي اتلولیو ته لار وموندله.
له بده مرغه چې په ۲۰۲۰ م کال کې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغۍ خپره شوه. هر ډول لوبې ودرېدې. نو له همدې وجې د کرېکټ سیالۍ هم په ټپه ودرېدې او ۲۰۲۰ م کال اسیا جام ونه شو.
افغان لوبډلې درېیم ځل لپاره په ۲۰۲۲ م کال کې په اسیايي سیالیو کې خپل بخت و ازمايه. په پېنځهلسم پړاو کې افغانستان ښه په قوت کې و. افغان لوبډلې د دې سیالیو په لومړي پړاو کې سیاله لوبډله ماته کړه او دویم پړاو ته یې لار پیدا کړه. په دویم پړاو کې افغانستان مخ ته لاړ نه شو.
په ۲۰۲۳م کال کې د کرونا وژونکې ناروغۍ ټغر له نړۍ ټول شو او د ۲۰۲۰ م کال پاتې سیالۍ په ۲۰۲۳ کا کې وشوې. دا نو د افغانستان څلورم ځل دی، چې په اسیا جام کې خپل لوبغاړي ډګر ته ښکته کوي. د دې کال سیالیو په لومړي پړاو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه کې له بنګلهدېش سره مخ شو. په دې لوبه کې ملي لوبډلې د بنګلهدېش ۳۳۵ منډې ټاکل شوی هدف پوره نه شو کړای.
د لومړي پړاو په بي ګروپ کې بنګلهدېش له سریلانکا او افغانستان له بنګلهدېش څخه ماتې وخوړه. بنګلهدېش د افغانستان په ماتولو سره دویم پړاو ته ووت.
وروستۍ لوبه د افغانستان او سریلانکا وه، چې یو د بل په ماتولو سره دویمه لوبډله به مخ ته ځي. سریلانکا له لوري افغانستان ته ۲۹۲ منډې هدف وټاکل شو. له هدف ټاکلو وروسته اسیا کرېکت شورا وویل که افغانستان د سریلانکا هدف په ۳۷.۱ اور پورکړي افغانستان په دویم پړاو ته ځي او که نه بیا سریلانکا.
ملي لوبډلې د سریلانکا هدف پوره نه کړای شو. افغانستان د ۹ ویکټو په سوزېدو سره په ۳۷.۱ اور کې ټولې ۲۸۹ منډې جوړې کړې. په دې پایلې سره دویم پړاو ته د ورتګ څخه د افغان لوبغاړو تمه پرې شوه او یوازې د لوبې د ګټې په هڅه کې شول.
کله چې افغانستان دې حد ته راورسېده، نو د همدې لوبې د کرېکټ شنونکو ویل، که افغانستان پاتې درې توپونو باندې هم لوبه وګټي دویم پړاو ته یې تګ حتمي دی. په همدې حساسو شیبو کې راشد په ننسټرایک او فاروقي په سټرایک باندې ولاړ و. خو دواړه لوبغاړو په ذهن کې هماغه د ۳۷.۱ اورونو خبره وه.
فاروقي غوښتل چې همدغه اور مس کړي او ورپسې اور ته راشد خان راشي او لوبه به وګټو؛ خو نه د فاروقي او نه د راشد خان ارمان پوره شو. افغانستان له ۲۰۲۳ م کال اسیا جام سره مخه ښه وکړه.
روزي خان خپلواک

