د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د ترکیې لپاره د افغانستان اسلامي امارت له نوي سفیر شیخ صنیع الله فرهمند سره وکتل.
په دې کتنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال دې ته په اشارې، چې افغانستان او ترکیه دوه مسلمان او دوست هېوادونه دي او په بېلابېلو برخو کې پیاوړې دیني، تاریخي او کلتوري اړیکې لري، ویلي، اړینه ده چې د سفارت مسولین په کوربه هېواد کې د اسلامي امارت پالیسۍ ته په پام کوښښ وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړې شي.
مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار کړی، چې د سفارت مسولین باید هېوادوالو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې هم نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.
د ترکیې لپاره د اسلامي امارت نوي سفیر ډاډ ورکړی، چې په بېلابېلو برخو کې به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا او په ترکیه کې د مېشتو افغانانو او کډوالو چارو ته د رسېدنې په برخه کې په ټول توان هڅې وکړي.

