د هرات ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د تیکا دفتر په همکارۍ جوړ شوي نندارتون کې د اسلامي خطاطۍ ۱۱۰ بېلابېل هنري اثار نندارې ته وړاندې شول.
دا اثار د مشهور خطاط استاد حسن چلبي د یادولو په موخه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمدالله متقي ویلي، چې د افغانستان او ترکیې هېوادونو د هنرمندانو تر منځ د ګډو نندارتونونو جوړول او د هنري اثارو معرفي کول د کلتور او هنر په وده کې ګټور اقدام دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرمندانو بشپړ ملاتړ کوي او د پرمختګ لپاره یې خپلې هڅې دوامداره ساتي.
یو شمېر هنرمندانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د یاد نندارتون د جوړولو له امله مننه کړې او ویلي یې دي، چې د هنرمندانو اثار د کتاب په بڼه چاپولو ته اړتیا ده.
په هرات کې د ترکیې هېواد د تیکا دفتر مشر عرفات دنیز ویلي، چې هڅه کوو، ترڅو د دواړو هېوادونو د ګډو کلتوري ارزښتونو د پیژندلو لپاره نور اړین اقدامات هم وکړو.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسولینو په خبره، ياد نندارتون څلور ورځې دوام لري او د چهارشنبې ورځ د ښځو لپاره ځانګړې شوې ده.

