ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پاکستان کې مېشت افغان کډوال: د پاکستان حکومت دې د ورکړل شوې وروستۍ نېټې موده نوره هم وغځوي

افغان کډوال، چې له نیږدې نیمې پېړۍ راهیسې د کورنیو جنګونو او اقلیمي بدلونونو له امله ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته کډوال شوي او اوس هم په دې هېوادونو کې مېشت دي، وايي، چې که څه هم له کلونو راهیسې کاروبارونه لري، خو دې هېوادونو د ایستلو لپاره لنډه موده ورته ټاکلې او د نړیوالو اصولو خلاف چلند کوي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د دې هېواد له حکومته غوښتي، چې د ورکړل شوې وروستۍ نېټې موده دې نوره هم وغځوي.

ورته مهال د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۳ د اکټوبر له لومړۍ نېټې راهیسې یو میلیون، ۸۰ زره او ۳۱۲ افغان کډوال او پناه‌غوښتونکي د نړیوال قانون د بېرته نه ستنولو له اصل څخه په سرغړونه اړ شوي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې د افغان کارت لرونکو د اعتبار موده دې ژر تر ژره وغځول شي.

یاد سازمان ویلي: “د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لږ تر لږه ۱.۴ ملیون افغانانو ته د PoR کارتونه ورکړي، چې د ۲۰۲۵ کال د جون په ۳۰مه نیټه پای ته رسیږي. پاکستان باید د کډوالو حقونه وساتي، سملاسي په جبري توګه د ایستلو لړۍ ودروي او د PoR کارتونه باید د نیټې له پای ته رسېدو وړاندې نوي کړي.”

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې اسلامي امارت په ټولو هېوادونو کې د افغان کدوالو د حقونو ورکړې ته ژمن دی.

له دې وړاندې یاد وزارت ویلي وو، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې څه باندې ۵ میلیونه افغان کډوال بېرته راستانه شوي دي.

دې وزارت په نیږدې راتلونکي کې د افغان کډوالو د تدریجي راستنېدو لپاره له پاکستان او ایران سره د دوه اړخیزو او درې اړخیزو ناستو د جوړېدو خبر هم ورکړی و.