ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران پر اشغال شویو سیمو تازه توغندیز بریدونه کړي

ایران نن سهار (سې‌شنبه، د چنګاښ ۳مه) پر اشغال شویو سیمو تازه توغندیز بریدونه کړي دي.

اسرائیلو رسنیو راپور ورکړی، چې شپږ توغندي د اسرائیلو پر سویلي لوري توغول شوي او یوه ودانۍ هم لګېدلې ده.

په خپرو شويو ویډیوګانو کې ښکاري، چې د «بئرالسبع» په سیمه کې یو توغندی پر یوې ودانۍ لګېدلی دی.

د دې بریدونو سره هم‌مهاله په اشغال شویو سیمو کې د خطر غږونه اورېدل شوي دي.

په دې بریدونو کې ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د اسرائیلي رژیم رسنیو نن سهار یو سخت او دردوونکی ګڼلی او پر بېلابېلو سیمو یې د ایران د بریدونو خبر ورکړی دی.