ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۹ فلسطینیان شهیدان شوي

اسرائیلي یرغلګرو په کلابنده غزه کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، چې هره ورځ لسګونه فلسطینیان پکې شهیدان او ټپیان کېږي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۳۹ فلسطینیان شهیدان او لږ تر لږه ۳۱۷ نور ټپیان شوي دي.

په غزه تړانګه کې د اسرائيلي یرغلګرو د ۲۰ میاشتنۍ جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۵۵ زره او ۹۹۸ فلسطینیان شهیدان او لږ تر لږه ۱۳۱ زره او ۵۵۹ نور ټپيان شوي دي.

د روان زېږدیز کال په مارچ کې په یو طرفه ډول د اسرائیلي رژیم له لوري د اوربند له ماتولو وروسته د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵ زره او ۶۸۵ فلسطینیان شهیدان او ۱۹ زره او ۵۱۸ نور ټپیان شوي دي.