ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع‌الحق خالص د سویس د بشري مرستو دفتر له رییس او مل پلاوي سره وکتل

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د سویس د بشري مرستو دفتر له رییس اریک مارکلي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقلیمي بدلون، روانو بشري او چاپېریالي پروژو او د راتلونکو همکاریزو پلانونو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې کړې دي.

مولوي مطیع‌الحق خالص د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان له بېلابېلو سیمو سره مخامخ خطرونو ته اشاره کړې او د چاپېریال خوندیتوب، طبیعي افتونو د مخنیوي او سازګارۍ د پیاوړتیا په موخه یې د نړیوالو مرستندویه ادارو رول مهم بللی دی.

نوموړي ویلي، چې د اقلیمي بحرانونو پر وړاندې باید هم‌مهاله اقدامات وشي او په دې برخه کې د حکومتي ادارو د هڅو ترڅنګ د نړیوالو شریکانو همکارۍ ته اړتیا ده.

ښاغلي خالص د ظرفیت لوړولو، عامه پوهاوي پروګرامونو او تخنیکي تجهیزاتو د برابرولو په برخه کې د سویس دفتر د همکارۍ او مرستې غوښتنه کړې ده.

د سویس د بشري مرستو دفتر رییس د افغانستان د اقلیمي وضعیت په هکله خپلې اندېښنې څرګندې کړې او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له هڅو یې ستاینه کړې ده.

نوموړي ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو، د ټولنو ملاتړ او د تلپاتې حل‌لارو موندلو په برخه کې له افغانستان سره همکاري نوره هم پراخه کړي.

په ناسته کې دواړو لوریو د روانو پروژو پر تطبیق، د تخنیکي ظرفیت لوړونې، د طبیعي سرچینو مدیریت او د اقلیمي بدلون د خطرونو ارزونې پر ګډو پلانونو هم خبرې کړې دي.

په پای کې ژمنه شوې، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د اغېزمنو او تلپاتې اقداماتو لپاره به خپل تخنیکي ټیمونه په دندو ګماري، ترڅو په راتلونکي کې له اړتیا سره سم اقدامات وکړي.