ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: د ایران وسله‌وال ځواک د امریکا پوځي اقدام ته د ځواب لپاره وخت او ځای ټاکي

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني د امنیت شورا په ناسته کې ویلي، چې امریکا خپله امنیتي تګلاره د نتانیاهو د ګټو لپاره قرباني کړه.

نوموړي زیاته کړې، امریکا د بې‌مانا او مصنوعي پلمې پر بنسټ د ایران پر ضد جګړه پیل کړه، چې پر وړاندې یې ایران له ځانه د دفاع حق لري.

د ښاغلي ایرواني په خبره، د ایران وسله‌‌وال ځواک به د امریکا پوځي اقدام ته د ځواب لپاره وخت او ځای وټاکي.

هغه ټینګار کړی، د نړیوالو حقونو له مخې، ایران مشروع او پوره حق لري، چې له ځان څخه د دفاع لپاره د امریکا د تېري پر وړاندې ځواب ووايي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (یکشنبه) د ایران په غوښتنه پر دې هېواد د امریکا د بریدونو په تړاو درېیمه بېړنۍ غونډه وکړه.

په دې غونډه کې یو شمېر غړو پر ایران د امریکا بریدونه غندلي او په منځني ختیځ کې یې د اوربند غوښتنه کړې ده.