د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته پاسپورټ لوی ریاست هېوادوالو ته غوره خدمات وړاندې کړي او په بېلابېلو برخو کې یې ګڼې اسانتیاوې ورته برابرې کړې دي.
د یاد ریاست مهمو کړنو او لاسته راوړنو ته په لاندې توګه کتنه کوو:
۱- له توپیر پرته ټولو هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو او روڼتیا په موخه د انلاین فورمونو پر سیسټم زیات تمرکز شوی دی. د انلاین نوملیکنې له لارې هېوادوالو ته په یوه ورځ کې نوبت رسېږي او په یوه اونۍ کې د ننه پاسپورټونه ترلاسه کولای شي.
۲- د غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه په مرکز کابل او ټولو ولایتونو کې په بېسارې توګه د پاسپورټونو د وېش ظرفیت لوړ شوی دی.
۳- له افغان پُست امارتي شرکت سره د هوکړې پر بنسټ کور او کارځای ته د پاسپورټونو د لېږد بهیر پيل شوی. د دې ترڅنګ په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش پُست خونې زیاتې شوې دي.
۴- د متقاضیانو په طی مراحل شویو اسنادو کې د نیمګړتیاوو د کمښت او اصلاح لپاره ځانګړې شعبه فعاله شوې، تر څو ژر تر ژره یې د اصلاح په موخه له پاسپورټ غوښتونکو سره ټیلفوني اړیکه ونیول شي او نیمګړتیاوې یې اصلاح شي.
۵- د اړتیا وړ معلوماتو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه معلوماتي شمېره فعاله شوې او ترڅنګ یې د پاسپورټ لوی ریاست په انګړ کې په ملي ژبو د اړتیا وړ لارښوونې چاپ او نصب شوې دي.
۶- د پاسپورټ غوښتونکو ته د اسانتیاوو په موخه په ریاست کې د ننه د کاغذي پېژندپاڼو د تایید مرکز پرانیستل شوی.
۷- د ټولو دولتي ادارو د رسمي مکتوبونو لپاره ځانګړی ارتباطي سیسټم فعال شوی. د دې تر څنګ د عریضو د ثبتولو لپاره هم برېښنايي سیسټم جوړ شوی دی.
۸- د بانکي اویزونو د جعل مخنیوي په موخه د انلاین چک کولو سیسټم فعال شوی، چې له چک وړاندې هېڅ اسناد نشي طی مراحل کېدای.
۹- د جعلي او نیمګړو بایومټریکونو د مخنیوي په موخه له کورنیو چارو وزارت سره د پاسپورټ لوی ریاست د بایومټریک سیسټم وصل شوی او ډېټا په اتومات ډول لېږدول کېږي.
۱۰- د پاسپورټ لوی ریاست د کارکوونکو ظرفیت لوړولو او له خلکو سره د ښه چلند په موخه لنډمهاله روزنیز ورکشاپونه جوړ شوي.
۱۱- د پاسپورټ ریاست په انګړ کې د اداري خونو، انتظارخونو او پلي تګلارو په شمول ګڼ تعمیراتي کارونه شوي دي.

