امریکا په ایران کې په درېیو اټومي سایټونو (فردو، نطنز او اصفهان) بریدونه کړي دي.
ډونالډ ټرمپ د دې بریدونو په تړاو ویلي، چې په فردو، نطنز او اصفهان کې یې د ایران تاسیسات له منځه وړي. نوموړي ګواښ کړی، چې که ایران سوله ونه کړي، په نورو بریدونو به یې د اټومي غني کولو ظرفیت له منځه یوسي.
ایران د امریکا بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي، چې دا سایټونه یې وړاندې له بریده خالي کړي وو.
امریکا پر ایران د اسرائیلي رژیم له څه باندې یوې اونۍ بریدونو وروسته د دې هېواد درې سایټونه په نښه کړي. د اسرائیلي بریدونو په غبرګون کې ایران ځوابي توغندیز بریدونه پيل کړي، چې لا هم دوام لري او اسرائیلو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
پر ایران د امریکا بریدونو ته د افغانستان اسلامي امارت په شمول د ګڼو هېوادونو غبرګونونو ښودلې، چې ځینې یې په لاندې ډول دي.
ایران
ایران حق لري چې په ټول توان د امریکا د پوځي یرغل پر وړاندې ودرېږي
د ایران بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې هېواد پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې “له نړیوالو قوانینو ښکاره او بېمخینې سرغړونه بللې” ده.
یاد وزارت زیاته کړې، ایران حق لري چې په ټول توان سره د امریکا د پوځي یرغل پر وړاندې ودرېږي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، نړۍ باید هېر نه کړي چې امریکا د ډیپلوماټیکو مذاکراتو پر مهال د اسرائیلو له قانون ماتوونکو کړنو ملاتړ وکړ او “د ایران پر وړاندې یې خطرناکه جګړه” پیل کړه.
دې وزارت له ملګرو ملتونو، د اټومي انرژۍ له نړیوال اژانس او نورو نړیوالو بنسټونو غوښتي، تر څو د امریکا د پوځي یرغل پر وړاندې اقدام وکړي.
د افغانستان اسلامي امارت
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا بریدونه غندلي او له امله یې په سیمه کې د بېثباتۍ د لا پراختیا اندېښنه څرګنده کړې ده.
یاد وزارت د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د نه منلو وړ بللی او له دواړو لوريو یې غوښتي، چې د ستونزو حل په موخه له ډيپلوماسۍ څخه کار واخلي.
ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي: “د ایران پر وړاندې د امریکا د زور کارولو له امله سخت اندېښمن یم.”
نوموړي د ایران پر اټومي سایټونو د امریکا بریدونو ته په غبرګون کې زیاته کړې، چې دا بریدونه د نړیوالې سولې او امنیت لپاره مستقیم ګواښ دي.
هغه خبرداری ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د امریکا ځواکښودنه، په سیمه کې ناورین زیاتوي او په سیمې او نړۍ سربېره د ملکیانو لپاره خطرناکې پایلې لري.
حماس
حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران پر خاوره او حاکمیت د امریکا ظالمانه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
یاد غورځنګ ویلي، چې پر ایران د امریکا بریدونه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
سعودي عربستان
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر ایران د امریکا د بریدونو په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
یاد وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په دې ډول حساسو شرایطو کې هڅې زیاتې کړي، تر څو سیاسي حللارې ته ورسېږي او بحران پای ومومي.
د امریکا ډیموکراتان
د امریکا د استازو په جرګه کې د ډیموکراټانو مشر حکیم جیفریز ټرمپ تورن کړی، چې هېواد په جګړه کې ښکېلوي.
نوموړي ویلي، چې ولسمشر ټرمپ د پوځي ځواک کارولو لپاره د کانګرس په اجازه اخیستلو کې پاتې راغلی او په منځني ختیځ کې یې په احتمالي ویجاړوونکې جګړه کې د امریکا د ښکېلتیا خطر زیات کړی دی.
هغه ټرمپ د یو اړخیز پوځي اقدام د هر ډول منفي پایلو بشپړ مسول بللی دی.
وېنزویلا
د وېنزویلا د بهرنیو چارو وزارت د ایران پر درېیو سایټونو د امریکا هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
کیوبا
د کیویا ولسمشر میګل دیاز کانل پر ایران د امریکا بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي، چې دا اقدام د تاوتریخوالي زیاتوالی او د ملګرو ملتونو له منشور څخه جدي سرغړونه ده.
چیلي
د چیلي ولسمشر ګابریل بوریک هم د امریکا اقدام ناقانونه ګڼلی دی.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: “چیلي د امریکا دا بریدونه غندي. د قدرت لرل په دې مانا نه دي، چې د انسانیت په توګه خپل ځان ته د ورکړو قوانینو د ماتولو لپاره دې وکارول شي. حتا که امریکا هم وي.”

