ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي اميرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۱مه غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په ۵۱مه غونډه کې، چې د ترکيې په استانبول ښار کې جوړه شوې، ګډون کړی دی.

د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حافظ ضياء احمد تکل ویلي، چې ښاغلی متقي به د غونډې ګډونوالو ته وینا وکړي او همداراز د ګڼو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو سره د ناستې په څنډه کې پر دوو اړخيزو او سيمه‌ييزو مسايلو هم ليده کاته ولري.