د انګلستان د لوړو زدهکړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نړۍ د زرګونو تحصیلي بنسټونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړی.
یاد پوهنتون د اقلیمې بدلون په برخه کې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، چې دا پایلې يې د انګلستان له یاد سازمان څخه د رسمي ایمیل له لارې ترلاسه شوې دي.
باید وویل شي، چې هر کال د نړۍ دوه معتبر بنسټونه – د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان او د چین د شانګهای درجه بندۍ سازمان د نړۍ د شاوخوا ۲۵ زره پوهنتونونو ارزونه کوي اویوازې هغه پوهنتونونه چې ډېر لوړ معیارونه پوره کړي، د دوی په نړیوال نوملړ کې شاملېږي.

