ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزیر د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه پلاوي په ملتيا د ۲۰۲۵ کال د روسیې اقتصادي کنفرانس په څنډه کې د دې هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال او یو شمېر مسولینو سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اوبو بندونو د جوړولو، د تخنیکي انجنیرانو استولو او د اوبو لګولو د نویو ټکنالوژیو په برخه کې د تجربو د تبادلې په اړه بحث او خبرې کړې دي.

د کرنې وزیر د اوبو بندونو په جوړولو کې د روسیې د بریالۍ تجربې په پام کې نیولو سره له دې هېواد غوښتي، چې په افغانستان کې د اوبو بندونو په جوړولو او په ځانګړي ډول د غزني د سردې بند پاتې پروژې د بشپړولو په برخه کې همکاري وکړي.

د روسیې د انرژۍ وزارت مرستیال هم د اړینو همکاریو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د دې هېواد تخنیکي ټیمونه به د پروژو د ارزونې او خبرو لپاره افغانستان ته واستول شي.

په پای کې هوکړه شوې، چې تخنیکي ټیمونه دې د لا زیاتې همغږۍ، تجربو شریکولو او د اوبو سرچینو د مدیریت په موخه دواړو هېوادونو ته ولېږل شي.