د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: “د ملګروملتونو له ادرسه یو درې میاشتنی راپور خپور شوی، چې د افغانستان په اړه ناسم معلومات پکې خپاره شوي او هڅه شوې، چې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه تشویشونه ایجاد شي.”
ښاغلي مجاهد دغه راپور په کلکه رد کړی او د ناسمو معلوماتو پر اساس او د پروپاګند کولو په منظور یې چمتو شوی راپور ګڼلی دی.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې په افغانستان کې امنیت اوس تر بل هر وخت ښه شوی او خلک په ارامه ژوند کوي.

په اعلامیه کې لیکل شوي: “متأسفانه چې له ملګرو ملتونو او ورته نورو ادرسونو څخه همیشه د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کېږي. هڅه کېږي چې د افغانستان حالات خراب وښودل شي، په پرمختګونو سترګې پټې شي او د کوچنیو پېښو په غټ ښودلو سره خلکو ته اندېښنې پيدا شي.”
دغهراز د ملګرو ملتونو په راپور کې جنايي پېښې هم امنيتي پېښې تعبیر شوې، حال دا چې دا ډول جنايي پېښې په نورو هېوادونو کې له افغانستان څخه ډيرې کېږي.
مولوي ذبیحالله مجاهد خپلو خلکوته ډاډ ورکړی، چې د بهرنیو مغرضو کړیو په خوله د خپل هېواد د امنیت او ثبات په اړه اندېښمن نشي، افغانستان له هر وخت ډیر امن دی او خلک د شرعي نظام تر سیوري لاندې ارام ژوند کوي.
یوازې د تېر لوی اختر په شپو او ورځو کې تر دوه میلیونه افغانانو په هېواد کې د ننه سیاحتي سفرونه کړي، چې د امنیت، ثبات او د خلکو د ارامۍ د احساس څرګندونه کوي.

