د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن شنبه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه د ترکیې استانبول ښار ته سفر کړی.
نوموړي د دې ناستې په اړه ویلي، چې په غونډه کې به پر ایران د صهیونیستي رژیم د برید په تړاو خبرې وشي.
ښاغلي عراقچي زیاته کړې، چې دا ځانګړې غونډه د ایران په غوښتنه د صهیونیستي رژیم د بریدونو په تړاو جوړېږي.
د اسلامي همکاریو سازمان غونډه نن (شنبه، د غبرګولي ۳۱مه) پيلېږي، چې له ۴۰ د ډېرو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به ګډون پکې وکړي.

