د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پر اشغال شویو سیمو یې د ‘وعده صادق۳’ عملیاتو ۱۸مه څپه بریدونه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې بریدونو کې د اشغال شوي فلسطین په مرکز او بن ګورین هوايي ډګر کې نظامي موخې او د صهیونیستي رژیم د عملیاتي ملاتړ مرکزونه په نښه شوي دي.
په دې عملیاتو کې له بېپیلوټه الوتکو او توغندیو څخه ګټه اخیستل شوې ده.
سپاه پاسداران ټینګار کړی، چې دا ترکیبي او ګټور عملیات به دوام ولري.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، له دې بریدونو وروسته د تلابیب ښار په سویل کې اور لګېدلی دی.
د ایران د توغندیزو بریدونو پر دوام اسرائیلي ورځپاڼې یدیعوت احارونوت لیکلي، چې د اسرائیلي رژیم د دفاعي سیسټم د توغندیو زېرمې په خلاصېدو دي او که جګړه دوام وکړي، ښايي ډېر ژر د توغندیزو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راشي.
تر دې وړاندې واشنګټن پوسټ هم په یوه راپور کې ویلي وو، چې د امریکا له ملاتړ پرته د اسرائیلو دفاعي سیسټم له ۱۰ څخه تر ۱۲ ورځو زیات د ایران د توغندیزو بریدونو مخه نشي نیولای.
په یاد راپور کې اټکل شوی و، چې د اسرائیلو دفاعي سیسټم هره شپه شاوخوا ۲۸۵ میلیونه ډالره لګښت لري.

