ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال د چين د ‘يون نان’ ولایت له والي او مسولينو سره کتلي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي د چين ولسي جمهوریت د ‘يون نان’ ولايت له والي وانګ يوبو او نورو سيمه‌ييزو مسولينو سره کتلي.

په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان او چين تر منځ د اقتصادي، سوداګريزو، روغتيايي، روزنيزو او اکاډميکو همکاريو په اړه بحث کړی او په بېلابېلو برخو کې يې د دوه اړخیزه اړیکو پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.

ښاغلي وانګ يوبو ویلي، چې چين د اقتصادي همکاریو په برخه کې د افغانستان د سياست هرکلی کوي او لېوالتيا لري، چې په مختلفو برخو کې د تجربو په شريکولو سره خپلې همکارۍ لا زیاتې او دوام ورکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د چين ولسي جمهوریت د ‘يو کمربند، يوه لاره’ لويه پروژه د ورېښمو نوې لارې په توګه ياده کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت د دې لويې پروژې ملاتړ کوي.

د دې کتنې په پای کې د رياست الوزرا اداري مرستيال او مل پلاوي د چين ولسي جمهوریت د يون نان ولايت د والي له لوري په جوړه شوې مېلمستيا کې هم ګډون کړی دی.